زمونږ په باره کې

گهواره؛ د کوچنیانو د فکري روزنې زانګو

مونږ، د لیکوالو، ژباړونکو، شاعرانو، انځورګرانو او طراحانو يوه ډله یو چې په هیواد کې دننه او بهر ژوند کوواو په ټوله نړۍ کې د افغانستان د کوچنیانو لپاره د کیسو او روزنې کتابونه برابرو. مونږ په بیلابیلو هیوادونو کې ژوند کوو، د دې هیوادونو له ژبې او فرهنګ سره آشنا یو، د کوچنیانو په ښوونه او روزنه کې تجربه لرو، پلار او مور یو او د خپلو کوچنیانو لپاره د کتابونو د نشتوالي ستونزه په ورځني ژوند کې احساسوو. زمونږ ژباړونکي او لیکوال ملګري په جاپاني، دنمارکي، فرانسوي، روسي، چینایی، ترکي او انګلیسي ژبو پوهیږي او تل هڅه کوي ترڅو د اروپایی، امریکایی او آسیایي لیکوالو ټرټولو غوره آثار په پښتو، دري، ازبکي او ترکمني ژبو وژباړي او د افغانستان کوچنیانو ته یی ورسوي.

د دې ډلې اصلي موخه د باکیفیته او لوړې محتوا کتابونو برابرول دي. مونږ هڅه کوو کوچنیانو ته د جذابو او ساعت تیروونکو کیسو په برابرولو سره د هغوی په ذهنونو کې عام بشري ارزښتونه لکه مسئولیت منل، سوله غوښتنه، صبر او زغم، له وعدې سره وفا، صداقت او ریښتنولي، انسان پالنه او د بشري حقوقو برابرتیا بنسټیز کړو. مونږ په دې باور یو چې کولئ شو د کوچنیانو د په زړه پورې کیسو له لارې په هغوی کې د زده کړې لپاره لازیاته پاملرنه وهڅوو ترڅو د وخت په تیریدو سره هغوی پخپله د بیلابیلو کتابونو د لوستلو لیوال شي او په خپله مورنۍ ژبه لوستل او لیکل له هماغه کوچنیتوب څخه پیل او تمرین کړي. دا کتابونه به د هغو کورنیو لپاره چې ډیر کلونه له هیواد نه د باندې اوسیږي او مورنۍ ژبه یی ورو ورو د هیریدو په حال کې ده هم ګټور وي. مونږ هیله لرو چې په خپل دې کار سره د خپل نوي نسل د فرهنګي اړیکو لړۍ د هغوی د نیکونو د ژبې او فرهنګ سره ژوندۍ وساتو او د ددې ترڅنګ ددې فرهنګ شتمنمي لا نوره هم بډایه کړو. مونږ همدا راز هڅه کوو چې د بیلابیلو ملتونو د کیسو او داستانونو په خپرولو سره د خپلو کوچنیانو د وړکتوب نړۍ د جهان د ټولو کوچنیانو د وړکتوب له نړۍ سره ونښلوو او هغه لانوره هم ښکلې او رنګارنګ کړو. مونږ خپل کارونه په دوو بڼو تاسو ته وړاندې کوو: هم د چاپ شوو کتابونو په توګه او هم په خپله ویبپاڼه کې په وړیا توګه د آنلاین لوستلو لپاره.

د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره او همداراز زمونږ سره د همکارۍ لپاره کولی شئ په کابل کې د «ګهواره» له دفتر سره او یا هم زمونږ ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

د ګهواره ډله